۱ - د واورو يا يخي جوړ شيان تر ډيره مرسته كوي چې درد ارام كړي او د مرۍ سوزيدل ، درد كول يا وچوالى را كم كړي . دا شيان كولى شي چې د انسان د وجود اوبه هم ور پوره كړي چې د زكام سره په مبارزې كې مهم رول لري . ډير مايعات كولى چې ترشحات كم كړي او تخريشيت ورك كړي . د واورو څخه جوړ داسې مواد پيدا كړئ چې هغه سل په سلو كې د ميوو له جوسو جوړ شوي وي خو نه يوازې د بورې اوبه وي . كوښښ وكړئ چې د مڼې ، انګورو او توت زميني له مزې استفاده وكړئ .

۲ - د چرګانو له غوښو څخه جوړه ښوروا تياره كړئ . ځكه دا ښورا سپك پروتين لري او په ارزښتمنو غذاوو كې له خاص اهميت څخه برخمنه ده  . دا ګټوره ښورا وجود ته خاصه انرژي ور كوي چې كولى شي د مريضيو په وړاندې په وجود كې مقاومت ايجاد كړي . تاسو كولى شئ د دې ښورا د خوند ښه كولو له پاره ځينې شيان لكه تور مرچ ، يا  كوركمن ور واچوئ .

۳ - د سبزيو جوس جوړ كړئ .

تاسو به هميشه سبزۍ همداسې خورئ خو كه چيرې د زكام څخه د ژر جوړيدو هيله لرئ نو د سبزيو له جوسو استفاده وكړئ . تاسو به په دې كار سره د وجود انټي اكسډانټ زيات كړئ چې د دفاعي سيستم په فعاله كيدو كې خاص رول لري او د سبزو جوس مو د وجود اوبه هم پوره كوي . كه د ښه خوند ارزو لرئ نو سل فيصده د سبزيو جوس وڅښئ ، چې په هغو كې شلغم ، ګازرې ، كچالو ، روميان او نور شيان شامل دي .

۴- سوپ جوړ كړئ .

ګرم سوپ د زكام څخه په جوړيدو كې خاص رول لري . څيړنو د سوپ اغيز معلوم كړى دى د جوړيدو پروسه تيزوي او د التهاب ضد خاصيت لري . ګرم سوپ سيليا قوي كوي لكه په پوزې كې چې نري ويښتان دي چې وجود د باكتريا او ويروسونو څخه ساتي چې وروسته همدا مكروبونه مرضونه ايجادوي .

۵ پياز وخورئ .

كه چيرې دې زړه نه غواړي چې څه شئ وخورې نو پياز هغه شى دى چې كولى شې په ښورا كې يې ميده كړې او ويې خورې . د پياز د خوړلو سره ليدل شوي چې د مكروب ضد خاصيت لري ، د انسان دفاعي قوت ځواكمنوي او د زړه د احتقان په رغولو كې هم خاصه ونډه لري .

۶ - زنجبيل استعال كړئ .

زنجبيل يا ادرك په دې وختو كې بازار ته هم را وتلي دي چې تازه خرڅيږي ، ويل شوي كه چيرې د معدې درد ولرئ يا مو خوا بده كيږي چې قى درځي او اشتها مو سوځيدلې وي نو زنجبيل تازه وخورئ . ور سره كولى شئ چې د زنجبيل له پوډرو استفاده وكړئ يا يې هم اوبه وڅښئ .

۷ ګرم چاى وڅښئ .

شين او تور چاى د مريضيو له منځه وړونكي انټي اوكسيډانټ لري او ستاسو سا اخيستنه د ګرم چاى څښلو سره اراميږي او له احتقان څخه مو ساتي . كه چيرې د تور چاى يا شين چاى سره يوه كاچوغه شات او يوه پارچه  ليمو واچوئ نو دا كار مو د ستوني درد اراموي .

۸ -  وخورئ .

د كيلې اوبه ، ټوټې او پخپله كيله د معدې له پاره اسانه غذا ده . كيله د زړه بدۍ ، قى كولو او اسهال سره مقابله كوي چې اكثره ماشومان كله زكام ونيسي نو دا نښې لري . ډاكټرن كيلې ، د مڼو ټوټې او ځينې نور شيان هغو مريضانو ته هم ور كوي چې تازه يې په خوړلو پيل كړى وي او جامدو خوړو ته اماده كيږي .

۹ د روټ خوړل

روټ د خپلو مغذي موادو سره كولى شي د لوږي اندازه را كمه كړي او كله چې معده د ډيرو شيانو د ځاى كولو توان ونه لري نو د روټ خوړل ښه دي . روټ د مريضيو سره هم مقابله كوي كه چيرې د چرګ له ښورا سره وخوړل شي .

۱۰ د غذا خوړلو پر ځاى څښاك وكړئ .

كه چيرې مو اشتيا كمه شوې وي چې څه وخورئ نو وګورئ چې تاسو رښتيا هم څومره معذي خواړه خورئ چې انرژي ولري . د توت زميني او ككاو څخه ګډ ګيلاس مايعات جوړ كړئ چې هم ضروري ويټامين لري ، هم مغذي مواد لري او هم ډيره انرژي چې د اشتيا جوړيدو له پاره مو هم كافي دي .