‎‎سوله د هرې ټولې د وګړو اړتیا او هغه حق دی چې د الله تعالی له په ټولو انسانانو لورول شوی دی .
‎نو هیڅوک حق نه لري چې له انسانانو د خدای ج له لوري دغه ورکړل شوی حق ترې واخلي،
‎په افغانستان کې تر ‌‌‌‌‌‌ډېرې اوږدې جګړې وروسته افغانان د یوه قانوني دولت څښتن شول چې ‌‌‌‌‌‌ډېرو کارونو ته پکې لارې پرانستل شوې ،
‎چې له ‌‌‌‌‌‌ډلې یې په افغانستان کې د دولت له مخالف لوري سره د سولې خبرې وې چې لومړنۍ د سولې خبرې د اسلامي حزب سره وې ، اسلامي حزب سره د سولې خبرې په داسې حال کې پيل شوې چې د اسلامي حزب په شمول څو ‌‌‌‌‌‌ډلو په افغانستان کې ‌‌‌‌‌‌ډله ییز بریدونه پيل کړي وه حکومت مو هڅې شروع کړې چې ور ور د ښکېلو غاړو سره د سولې خبرې پيل وکړي چې همداسې دا لړۍ پيل شوه د اسلامي حزب سره د سولې خبرې پيل شوې او ‌‌‌‌‌‌ډېره ښه پایله یې لرله اما ولې د سولې دا خبرې بریالۍ وې او د چا په هڅو یې پایلې لرلې؟
‎دا ټولې هغه پوښتنې دي چې ټول ته حل دي، او پرې پوهېږي چې چا دا ټولې هڅې وکړې.
‎سمه ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې د پاره هو‌‌‌‌‌‌ډ درلوده خو ابتکار ، حرکت، او له شعاره تر عمله دا خبرې د کلک هو‌‌‌‌‌‌ډ لرونکي او د افغانستان د امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر پيل کړې ، اتمر صیب د اسلامي حزب سره د سولې خبرې له شعاره په عمل بدلې کړلې ، اتمر صیب په ‌‌‌‌‌‌ډېر مدبرانه سیاست سره وکولی شو چې د بین الافغاني خبرو د لارې له اسلامي حزب سره د سولې خبرې پيل کړلې کله چې دې خبرو رنګ واخیست او خبرې په حقیقي عمل بدلېدې نو ډېرو پردیپالو کړیو هڅه وکړه چې د سولې د خبرو د پاره خن‌‌‌‌‌‌ډ جوړ کړي د ولسونو اذهان مخشوش کړي او په سوله یې بې باوره کړي
‎خو دا کړۍ په خپلو پلانونو کې بریالي نه شول ،
‎له حزب اسلامی سره دسولې هوکړه لیک دهیواد خلکو او نړیوالو ته په څو برخو کی ځانګړي پیغامونه درلودل چې په هیواد کې دټولو جګړو دپای لپاره یوه ښه پيلامیه ګڼل کېده .
‎لومړی دا چې دا نړیوالو ته وښودل شوه چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې جګړه نده غوښتې او تل یې د سولې د لارې خپلې ستونزې حل کړي.
‎دوهم دا چې دا هم نړیوالو ته وښودل شوه چې افغانستان د اتمر صیب پشان سپیڅلي بچیان هم لري چې جګړې په سوله بدلولی شي .
‎دریمه ګټه یې دا وه چې یوه خفه ‌‌‌‌‌‌ډله راغله پخلا شوه او اوس د افغانستان د نورو وګړو په څېر د افغانستان د اساسي قانون تر حاکمیت لاندې ژوند کوي او له جګړو یې لاس واخیسته .
‎او بله ګټه یې دا هم وه چې نورو مخالفو ‌‌‌‌‌‌ډلو ته یې هم دا انګېزه پيدا شوه چې له جګړو لاس واخلي او د خبرو د لارې خپلې موجوده ستونزې حل کړي.
‎او بل دا چې
‎ددولت او حزب اسلامی ترمنځ دسولې تفاهم لیک له پراخ نړیوال ملاتړ څخه هم برخمن شو، امریکا او انګلستان هیوادونو او دملګرو ملتونو سازمان دتفاهملیک له لاسلیک څخه وروسته له هغه خپل ملاتړ اعلان کړ  چې دغه غبرګون دا پیغام لري چی نور نړیوال هم دافغانستان دسولی په برخه کی لیواله شوي
‎تر اتمر صیب بل هیڅوک دومره ددې هېواد ملي ګټو ته ژمن ندي ځکه چې حقیقي افغان دی
‎اتمر صیب تر هغې چې د ولسمشر تر څنګ وه د سولې خبرې هم په هیله بښونکې طرف روانې وې کله چې اتمر صیب د ولسمشر له څنګه لرې شو موږ وینو چې د سولې خبرو د پاره هېڅ راز نوي حرکتونه ندي شوي.
‎او افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم دا موضوعات یو څه له ذهنه لرې کړې دي چې ورځ تر بلې د ولس هیلې په ناهیلۍ بدلېږي.
‎هېواد مو بدلون ته اړتیا لري د بدلون د پاره یې اړتیا ده چې هر افغان د ملي ګټو مطابق د راتلونکیو ټولټاکنو د پاره یو داسې رهبر انتخاب کړي چې د افغانستان د خلکو د بدلون د پاره عملي کارونه وکړي لکه څنګه چې اتمر صیب د سولې او یو شمېر نورو ژمنو ته د عمل جامه ورکړه.
‎نو به وګورو چې څومره بدلون د هېواد حالاتو کې راځي.