افغانستان ته دنړۍ او په ځانګړې ډول سره د ناټو په راتګ سره او دتروریزم ضد مبارزه کې دسیمې هېوادونو هم همکاري وکړله او تر ډیره بریده پوري دا هېوادونه په افغانستان کې دناټو دشتون سره همغږي وه ، ناټو هم په افغانستان کې د بیارغوني ، اقتصاد او دافغان ځواک د تمویل او تجهیز ټول بار په خپلو اوږو اخستي دی ، خو له کله نه چې دنړۍ په نورو هېوادونو کې دنړۍ لوي هېوادونه له یو بل سره په مسایلوکې ښکیل شول نو داسي فکر وشو چې ګواکې اوسنې افغان حکومت غواړي یوازي ټوله تکیه په ناټو او امریکا وکړي او دسیمې دهېوادونو لپاره کوم ځانګړی پلان او یا هم دسیمې هېوادونه یې په خپل بهرنې سیاست کې له پامه غورزولي دي چې دي مسلې ته یو شمیر زمونږ ګاونډیو او همدارنګه په کور دننه دحکومت منتقدیو سیاسیونو کمپاین وکړ .
دي خلکو په داسي وخت کې دا کمپاین کولو چې دملې وحدت حکومت دایران او هند سره دچابهار بندر پرانست له ترکمنستان ، پاکستان او هندوستان سره یې د ټاپي پروژوي پرانسته وکړه ، د تاجکستان او پاکستان سره یې د کاسا زر پروژه پرانستله ، دازبکستان او چین ریل پټلۍ له لاري افغانستان ته دافغان سوداګرو مالونه راروسیدل او همدارنګه په ټوله کې افغان ولسمشر اعلان وکړ چې غواړي افغانستان د تقابل دنقطي څخه د همکارۍ نقطي ته واړوي .
چې همدي موخې ته درسیدو لپاره په پورته یادو شووپروژو ترڅنګ مونږ دلا زیاتو پروژو دپيل شاهدان یو لکه دلاجوردو لار او دي ته ورته نور .
چې پورته ښکاره بیلګو ترڅنګ بیا هم یو شمیر کړیو کوشش کولو چې دا مسله همداسي وساتي او په افغان حکومت او افغانانو باندي د سیمې دهېوادونو باور راښکته کړې او داسي وښایې چې ګواکې افغان حکومت یوازي په امریکا او ناټو تکیه کړي ده .
خو په ورستیو کې د روسیې په سوچې کې چې دنړیوالو امنیت په موخه دنړۍ د لوړ پوړو امنیتې چارواکو کومه ناسته جوړه شوي وه په هغې کې ښکاره دملې امنیت سلاکار دسیمې هېوادونو ته په مختلفو برخو کې میسجونه درلودل لکه دنشه یې توکو پرضد مبارزه ، دتروریزم پرضد ګډ کار کول او داقتصادي همکاریو رامنځ ته کول ، نوموړی دګډو ګواښونو ترڅنګ هغوي ته هغه فرصتونه هم په ګوته کړل کوم چې په افغانستان کې داقتصادي همکاریو په برخه کې تر لاسه کیدلي شي .
نو اوس باید ټولې نړۍ او سیمې هېوادونو ته دا روښانه وی چې افغانانو ته تر هرڅه لومړی ددوۍ امنیت او ملي ګټې لومړیتوب لري او ددوۍ بهرنی سیاست په کوم هېواد پوري اړه نلري بلکې دوۍ کوشش کوې چې دخپلو ګټو او همدارنګه د خپلو تهدیداتو په نظر کې نیولو سره له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او هڅه کېږی چې له دی اړیکو څه په ګټه اخستلو سره په سیمه کې روان د ترویرزم بحران کابو او دسیمې ملتونه له دی څپې څخه خوندي کړې .
همدارنګه ویلې شو چې د ملې وحدت حکومت پراخ او ښه بهرنې سیاست وکولې شو دسیمې هېوادونو ته ګډ ګواښونه چې هغه دنشه یې توکو او تروریزم دي روښانه او په ګوته کړل او ترڅنګ یې دا هم روښانه کړله چې مونږ ګډ فرصتونه هم لرو او فرصتونه دومره زیات دي چې کولې شي چې سیمه په اقتصادي انقلاب بدله کړي خو دا هغه وخت ممکنه ده چې مونږ باید ګډ کار وکړو او په خپلو کې دباور فضا رامنځ ته کولو لپاره په یو بل تورونه ونه لګوو بلکې وکولې شو چې دګډو پلاوو او ګډې مبارزي په کولو سره هرڅه بدل کړو، ځکه دومره په روښانه ټکو کې وړاندیزونه تر دي دمه پوري دسیمې هېوادونو ته نه وه شوي او نه هم ورته ویل شوي وه چې دشکونو دلري کولو لپاره مونږ حاضر یو له تاسو سره ګډ کار وکړو نو اوس باید دسیمې هېوادونه او په کور دننه دحکومت منتقدین په دي پوه شوي اوسي چې دملي وحدت حکومت ټولو هغو اړیکو ته چې دافغانستان دسولي او ثبات او اقتصادي ټیکاو لامل کېږي ارزښت ورکوي او په دي برخه کې فعاله دیپلوماسي لوبوي البته مونږ باید په دي پوه اوسو چې په سیاست کې دایمې دوست او دښمن شتون نلري بلکې دمشترکو ګټو مسله تر هرڅه زیات اهمیت لري او مونږ اوس په دي پوهیدلې یو چې دسیمې دهېوادونو سره زمونږ ګټې ګټې تر نورو هېوادونو زیاتي نږدي دي نو په دي صورت کې باید دسیمې هېووادونه د بي باروۍ دفضا دله منځه وړلو لپاره کار وکړې او په ګډه روان تهدیدونه له منځه یوسي .