غزل

 

شمې دواړه  يـــــــــوو رازدار ه

ته هـــــــــــم ژاړه  زه هــــــــم ژاړم

  

د چا  يــــاد کــــــــې تـــــرسهاره

ته هــــــــــم ژاړه   زه هـــــــم ژاړم

  

چې د سترګـــو پـــــه  چينوکې 

مې يوڅاڅکی نـــــــم پرېنږدې

 

 را په   غــــــــاړه  شـــــه  سېتاره 

ته هـــــــــم ژاړه  زه هــــــــــم ژاړم

 

 دا  زما  په زړه  هم ســــــتا پــــه 

شان يادګاردی ليکل شــــوی

  

د ګـــــــــودر  د  ســـــــــــر چـناره

ته هــــــــم ژاړه زه هــــــــــــم ژاړم 

 

توتکـۍ  درتـــــه  را نـــــه  غلې

نـــــــــــه دې   وسپـــــــړل  ګلونه 

 

پـــــه  لــمبو  کـې  وريت  بهاره

تــــه هـــــــــم ژاړه   زه هــــم ژاړم

  

چې ګلزار دې لــــــه طـوطيانو

نه   کــارغانـــــــو دی  نـــــيولی

  

د اټــــــک   نـــــــصيبه   خــواره

تــــــــه هـــــــــم ژاړه زه هـــم ژاړم 

---------------------------

اټک يوسفزی