شعر٫ محمدعلي عمري

غزل

 

هغه بـــه څــــــه كــــــوي هيڅ زور نه لري

 

يواځي ګرځي شـيريـــــن ورورنــــــه لري

 

 

شكر واجب دئ خاص پـــه هغه وخت كي

 

چي سړئ وچــــه خوري خوپـورنـــــه لري

 

 

دبـــل عــــزت لـــوټوي هغـــــــــــــه خلګ

 

چي پخپل كـــوركي موروخــــور نـه لري

 

 

پښتنې پيـــغلي خدايــــه مـــكړې داسي

 

چي پرلارځي دبنــــګړوشــــــــــور نه لري

 

 

ددوي منـــشور ددوي شعــــــار همدادئ

 

پښتانـــه اصل كي خپل كـــــــور نـه لري

 

 

موږ مظلومان يوموږيې نــه غـــــواړودا

 

چي اورپـــــــه ګډسي او لاهور نـــــه لري

  

عمري ستــــــا وطن تــــــــــه راغلو غليم

 

چيرتـــه بـــــه ځي دوتــــــو لــــور نه لري

 

 

په درنښت 

محمدعلي عمري

 

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ