ســــپرلی ســــپرلی وطــــــــن

 

موسم دســرو ګلــونـــو نو بهــــار مې را پــــه زړه شي

شيبې خــواږه وختـــونـه د د لــــدار مې را په زړه شي

 

شعــــلې چې ېې دحسن او ښکلا هــــــر لور خپرې وی

هغــه ښکلې ساقي اوسپين رخسارمې راپـــه زړه شي

 

پـــرون چې وه پرديس نن ها خيــــالونه مې کوربه دي

ښايسته ښايسته باغــونـــه ننګرهارمې راپه زړه شي

 

په مــــينه او اخلاص چې د هـــــر لوري ورتــه درومي

جنډه دســــخي جان ښکلی مزار مې را پـــــــه زړه شي

 

قندهار کلي بانډي او د ميلو په جــــــــم او جوش کې

باغونه د انــــګورو ، ســــره انار مې را پـــــه زړه شي

 

غزنــــي کې هــــم پراته دي رسيـــــدلــــــــي زيارتونه

د خوږ وطـــــن تاريــــخ او افتخار مې راپــــه زړه شي

 

پامير پــــــــه جګه غاړه د اسيا يــــــوهسک غروردی

سپن غر لمنې ســرې شي لاله زار مې را پـــــه زړه شي

 

علــــما هـم د وطـــــــن زمـــــوږ د پوهــــې پسرلې دی

هرات کې عالم پوه خواجـــــه انصارمې را په زړه شې

 

بادغيــــس پـــه وچـــــو دښتو او د للمو په تــــپو کې

هغه لوی لوی ځنګلونـــــه پسته زار مې راپه زړه شي

 

 

بانــــډي هــــا کلا ګــــانې پــــه دره د اليشنګ کې

تګاب ، نجراب راواخله ګلبهار مې را پــــــه زړه شي

 

لغمان مو هم ډير ښکلی طبيعت شي پـــــه سپرلي کې

ښايسته عمر زائي او الــينګار مې را پــــــــه زړه شي

---------------------------------------------------

 

سمیع الدین افغاني

« ســرپـاڼـه »