دنیــران کـــــوڅــــه

ذرې ذرې مې دجانان کـــوڅــــه کې وغــورځــــوئ

ډیرمې بیقدره دخپل ځان کـــوڅـــه کې وغورځوئ

دزړه زخموکې مې دردونـه پـــه لړزان خوشې کړئ

خــــــویوګړی مې د درمان کــوڅـــه کي وغورځوئ

دزړه پـــرهـــرباندې مې نورې مالګې هـــم واچوئ

رقیبو!بیامې دارمان کـــــوڅــــه کې وغــــورځوئ

لاسواوپښوتـــــه مې راواچوئ کـــــړۍ دظلــــــــــم

هسې مظلوم مې دزیندان کوڅـــه کې وغـــورځوئ

پــــــت اوعــــــزت قاتلـــــــوای دمحـــبت دښمنو!

پت اوابرومې دبهتان کوڅــــــــه کې وغــــورځوئ

که دیاردیدکړې لــــــږوډیرخـــــــوهیڅ پروانه لري

سحرپه ژوندکې دنیران کــوڅـــــــه کې وغورځوئ

۱۹۹۳/۳/۷م کال کندهار

« ســرپـاڼـه »