غــــــــــــــــــزل 

 

هغــه زړه چي ددنیا لـــه غــــم خالي وي 

یابـــه غوث یابــــه سید یابــــه ولي وي

  

دهمدرکاروان سرواڼئ سه پښتونــه شـه

په نسب چي دمنصــوردي وروولـــي وي

 

پښتونخوادې مبــــــارکـــه شه هغــوتــه

دچـــا زړوکــې چي ذره پښتونـــولي وي 

 

زمــا زړه بــه دډېــوې روڼا تــه تــېر شي 

خـــوچي ستا راســـره یاره خــپلولي وي

 

دسپرکار دخــونده څــه خبر چي څــه وي 

سي جهارونـــه او مـوټر دچا سورلي وي

 

پــروت مدام پــر ســـرحدو اوسه ساغره 

چـي پـــالنه دوطــن کــــړي ننګیالي وي

 

خیرمحمدساغر 

خیبرپښتونخوا ټانک

د« هیـــــــله » ویبلاګ ته ښه راغلاست!!

« ســرپـاڼـه »