زموږ دکلي هغه کور
زمــــــوږ دکـلي هــــغه کــــور
هغه خټين ديـــوال کې لــــور
هــــــا نغری د لــــرګــــــو اور
چا رانــه واخسته پــــه زور ؟
دکور پــه مينځ کې وه بيالــه
هــــــا د انګـــــورو ښــه چيله
پکې يـــوښکلې شــان حجــره
اوس ېې احتياج کړلـو دنــور
چــــــا رانه واخسته پـه زور؟
ښکلې بـــــاغچـــــه دميلـمنو
دڅــــــــڼه ورو شــــــا ځلمـــو
وه د خــوښۍا و بـــدو شـــپو
اوس راتـــه پـــاته دی پيغور
چـــــا رانه واخسته پـه زور ؟
چا تــــرينه ويـــوړې دروازې
هـــم ېې کــرکۍ ماتې ښیښې
نــــــې د تنــورخـــــيژي لمبې
اوس لوټې لــوټې دی نسکور
چــــــا رانه واخسته په زور ؟
يمه مــــــحتاج د بل وطن
نه مې شته کورنه مې مدفن
وي بــــــه د هجــــــرځانکندن
مات زړونه څنګه شي ټکور
چــــــا رانه واخسته په زور ؟
ربــــــه مـوږ ستا يو بنده ګان
له تـــــــــانه غواړو موږ امان
يو زوريــــدلــــــي په بد شان
کـــه ته زموږه شـــــې غمخور
چــــــا رانه واخسته په زور ؟
چـــــې ګران وطن موشي اباد
دغــــه غمجن زړونه شي ښاد
دســــره جــــــوړ شي دا بنياد
افغاني بياشــــوکــــــلی کور
چــــــا رانه واخسته په زور ؟
-----------------------------
سمیع الدین افغاني