شاعر:همت الله امینزی 

ځاردې شمه نرخه زوروردې زيارتونه دي 

ښکته پورته ګوره څه ښايسته ښکلي ګلونه دي

ځاردې شمه نرخه څومره هسک دې چينارونه دي 

شنې جنډې رپېږي شهيدانوجوړقبرونه دي

ځاردې شمه نرخه ګردچاپېردې لوړ،لوړغرونه دي 

شنې اوبه روانې په سپرلي دې مست خوړونه دي

ځاردې شمه نرخه ستادروکې شنه زمريان اوسى 

دادننګ بچيان دي دلته کله ګيدړان اوسي

ځاردې شمه نرخه څه خوږې،خوږي مېوې لرې 

ډيـــرې صفتـــې دې په ډولـــوډولومڼــــې لري

ځاردې شمه نرخه څومره ښه خواږه توتان لرې 

ډک دي ترې باغونه خونــــدورزردالوګان لرې

ځاردې شمه نرخه ته آبادپــــه ښوځــــــــوانانويې 

ډيــــــــــرلــــه برکتــــــه دپيـــــــرانواوولــــيانويې

ځاردې شمه نرخه نن وچ شوي دې خوړونه دي 

سخته وچکالي کې ټول وچ شوي دې باغونه دي

ځاردې شمه نرخه (امين زى) چې فريادونه کړي 

ډيردي ضعيف شوي خواروزاردې ولسونه دي

« سـرپـاڼـه »