لیکوال: ۷۵کلن حاجي عبدالباقي خلیلي - ارزګان


۱:- دملاطوطي اخند دشېخې اوسېدونکي شپاړلس نفره دیوه کور نر او ښځي ، لوی او واړه په رڼا ورځ دخارجي قواوو دبمباریو لامله د خپل سرای په انګړ کي شهیدان شول .

حتی چرګوړي یې هم پاته نه شوه ، دولسوالۍ مربوط دناټو قواه مسولین د خپلو ټانګونو په وسیله د واقعې محل ته ورسېدل ، دخپل ناروا حالت په لېدولوسره  خپلي قرارګا ه ته شرمېدلي ستون شول .

۲:-  ددلوي ۱۳۸۸ کال دحاجي امین الله دګرم آب اوسېدونکي څلور وروڼه هر یو په خپلي خوبځای کي دولسوالۍ دناټو قواوو له طرفه په ډزو وژل شوي او دحاجي قاسم دوه میاشتنی ماشوم هم قصداً وژل کیږي او مور یې زخم مومي .همدارازد۱۳۸۸کال په ژمي کي دترکوپرکلي شپې له خواحمله صورت مومي له محاکمې پرته دترکي دکلي ځیني لوی اوواړه په ډزو وژل کیږي میډیاچپه پاته ده

۳:- دجدي ۱۳۸۸ دخواجه زو په کلي کي دحاجي جلات خان ورور او وراره د دوو مېلمنو په ګډون په کور کي وژل کیږي ، جلات خان دومره وهل شوی چي هیلو کوپټر ته یې رساوه ، دسختو زخمونو لامله مړ شو . کور ، کالي ، بوټي خونو ته یې اور اچول کیږي .

۴:- جدي ۱۳۸۸ دسرتنګي په کلي کي دحاجي محمد امین خان په کور کي دناټو قواه لخوا حمله کیږي ، دنوموړي کلي ملاامام او زوی یې بېله محکمې په ډزو شهیدان کیږي .

۵:- دعبدالجلیل په کور باندي دشالۍ په ناوه کي بمبار کیږي ، چي په نتیجه کي یې دحاجي محبوب ګیزابي ځوان زوی او دوه وروڼه بې ګناه وژل کیږي .

۶:- په ناوه سلطان احمد کي دوه ماشومان ددهن سنګو دښوونځي شاګردان چي دناټو قواووله  وېري تښتي په ډزو وژل کیږي .

۷:- دمتک خان دکلي دآغا محمد ، سید رسول ، نیک نظر په کور باندي بمبار کیږي ، ددریو کورو نارینه اوښځینه بې ګناه دخاوروسره خاوري کیږي .

۸:- دتوشکانو پر کلي باندي هوايي برید کيږي چي په نتیجه کي یې د محمد نادر او عبدالمجید ښځينه دعبدالمجید زوی ، وړې نجوني ، بې شمېره بې ګناه انسانان وژل کیږي .

۹:- دنویانو په کلي کي دمحمد آمین زوی لاروی بې ګناه په ډزو وژل کیږي ، دهمدغو پېښو د څېړني په اړه حقیقت نه دی څرګندشوی .، حتی میډیا او دبشري حقوقو ټولنه هم خبرتیا نه لري . او نه کومه تبصیره یې وربانډي کړې ده، هرچا چي هرڅه کړي ګوته ورته نه ده نیول شوې ، داسي واقعیت به ډېروي ولي داتو کلنوپه تېرېدو یوه ډبره دبیارغوني نه ده ېښودل  شوې ، دسرتنګي بند دناوه سلطان احمد دوه اساسي پلونه دسنګو دخولې ویاله اوځمکو خړوبول دآب پران برق ، دسل کلن خامه سړک جوړول ته هیڅ توجه او پام ونه شو، نوموړي ټول کارونه په ټپه ولاړ دي . ګېله دچا نه وکړو؟په ولسوالۍ کي امنیت ، بیارغونه او تعلیم نشته . ځوانان بې کاره او نشو ته یې مخه کړې ده .

آمریکا دیوه اسامه په هکله ټوله نړۍ په تشویش کي اچولې او داسامه په نامه په ملیاردو ډالر مصرف مومي ، هره ور ځ بې ګناه انسانان وژل کیږي .داتوکلوپه تېرېدوپه زرهاووانسانان بې ګناووژل شوه په راتلونکي تاریخ کي به  ددغوپیښومسؤلیت دچاپرغاړه وي؟دتېرکال په اخیره کي دکرلغوپه کلي کي عبدالسلام پرته له کوم جرمه له کورڅخه راویستل شو اودکلي په مینځ کي په بې  راحمه ډول ووژل شو

دمیډیا څخه ډېري نارې سورې مومي که چیري اوباما چي یو عالم ، مدبر ، او دډیموکراټ شخصیت ځان بولي ، په خپله څلور کلنۍ دوره کي دیوه نوښت په توګه ، سعودي واکمن ، دیکتاتورانو ته دا ښوونه دیوه دیموکراټ عمل په توګه وکړي ، چي نور اسامه کولای شي دسعودي هیواد په انتخابات کي خپل آزاد ، مسلم، حقوق ترلاسه کړای شي ، داکاربه سمه نتیجه ورنکړي؟

دبې مخولګښتونواوبې ځایه وژلومخنیوی به ونه شي څوداډرامه دپای ټکی پیدااوداپه کامیابۍ باندي تمامه نه شي

که چیري اسامه په عربوکي دپام وړدوستان ولري اودسعودي واکمنوته یوګواښ وي دابه دچاپرحقوقوتېری اودواکمنودیکتاترانوملاتړنه وي پرېږدی چي دعاموخلکوازادي مفکوري ته احترام اودرناوی وشي داوباماڅخه هیله کوم چي دفلسطین کشمیرتیبت اوتباکونکي ایټمي موادپه هکله یوتاریخي دپام وړاقدام وکړي چي دځینو عربوهیوادونو دسیاسي ډلودبې ځایه خودسره ځپلومخنیوی وشي څویوازاددیموکرات ژوندولسونوته په نصیب اوجبرختم شي

۱۰:- دافغانستان حکومت دلندن کنفرانس ته دسولي پروګرام وړاندي کړی ورپسې دهلمنددمارجې یوکلی ته ۱۵۰۰۰سرتیري ۶۰ چورلکي په سلهاوو۱۰۰ټانکونه لېږل کیږي دادجنګ ماناورکوي که دسولي ؟دایوبېهوده اودمصارفوډک دبې ګناانسانانودوژلو جزاورکولوحرکت بولم چي ډېرماشومان ښځینه اوعام وګړي ووژل شوه ځیني مهاجرشوه وږي اوسرګردانه شوه دادسولي لاس ته راوړوستراتیژي نه ګڼم یوعملیاتي سیاسي پروسه ده که دافغانستان په ټولوناارامه سیموکي داډول عملیات پیاده شي نه داچي نتیجه به ورنکړي بلکه دډیرومصارفواوپوره فسادسبب به هم شي

۱۱:- داڅوکلنه جګړه ولي دپښتنوپرسیمه باندي تپل شوې ده؟

دبون غونډه ناقصه اوشمالي ټلواله ورباندي مسلطه شوه فهیم قسیم ته ډالر په بوجوبوجوورکول کېده په زرهاووپښتانه طالبان له تسلیمېدوورسته دامریکااوناټوقواوو په خوښه په کانټېنرانوکي په ناوړه توګه خفه شوه اوټول شهیدان شوه دشبرغان دبندي خانې وزېرخاني ته اوبه ورخوشي کول دطالبانودمړیني اوحلاکت سبب شو حتی نورهم طالبان اوپښتانه په یوه اوبل نامه ناارامه شوه اوجنګ ته مجبورشوه کرزي به تل په رادیوکي ویل مخالف طالبان ترسل یو نیم سل شمېرلوړنه دي دپښتنومړوته په شاولي کوټ کي اوراچول ځیني طالبان دګونټنامووحشي بندیخانې ته لېږل دشینډنډ،بادغیس مرغا ب ،دهراود،روزګان،پکتیا،پکتیکا،هلمند،فراه،کندهار،میدان وردګ،میانشین،شاه جوی ،زابل،کندهاراوبغلان سروبي اونوروپښتني سیموبمبارددبې ګناوګړووژل وطن ټول ناارامه کړی کرزی هم ددې خبري تصدیق کوي دروغي جوړي پرته بله لارنشته جنګ یوه کرغېړنه تګلاره ده اوستونزي زېږوي تاریخ شاهددی پل پوچ ،سره خمیر یونیم میلون انسانان په خپل مینځي جګړوکي ووژل  اخیرسولي ته حاضر شول دجګړې پای سوله ده طالبان هم بایددوطن ابادي اوسوکالي په خاطرسولي ته حاضرشي څوافغان ولس دخوښۍ دژونداغازوکړي پښتني سیمي  اکثره دبې تعلمی په مرض اخته دي چي پنځوس کاله نوربه دسیالۍ جوګه نه شي دهرچازړه بایدورباندي وسوځیږي أه\\په افغانستان کي سوله د پاکستان ، ایران ، هندوستان ،روسیې ،چین ،دصداقت همکاري ته اړتیالري اورغنده ستراتیژي بایدمنځ ته راشي

ډېرلږکي وګړولوړمنزله آبادي جوړي کړلې اوبچیان یې دیورپ امریکاتعلیم کوي دلنډکروزروچکرونه وهي دپښتنوپرکورباندي غوبل جوړدی ددې بل اور مخنیوی دعدالت ،انصاف په درلودلود دولت دنده ده څودسلطان سکندرلودي شیرشاه سوري سلطان شهاب الدین غوري په شان دعدالت اوانصاف نښي دکرزي به نصیب اوپه راروان تاریخ کي ځانګړی مقام حاصل کړي

بې جرګونه به هیڅ کارپه لاس وانه خلې

کــــــه خـــبروې دجـــرګــــــولــــــه برکــــــت

که دروغ لــــه خولې نه وزي کله خوله ده

که رشتیاله خولې نه باسې هغه خوله ده