دمورچل ویب پاڼي څخه په مننه!

راځئ چې یونغمه  شوٌ یوطرزد خپل  سازونو کړو

ښکلی  فضاء جوړه  به  په یو رنګ آوازونو کړو

راځئ چې خپل ځان رنګ کړودمینې دیورنګ سره

جوړ به  سمندر شو لار به  ورک  د دریابونو  کړو

راځئ  چې نور ونه غولیږوهیڅ دکوم دښمن په چال

راځئ چې په رښتیا نور  تعبیر د خپل خوبونو کړو

راځئ  دا  نورې  شپې هم  د قدر په شپه  واړه وو

راځئ چې نورهم ستړی ځان الله ته په سوالونوکړو

راځئ  چې د  نفرت او د کینې  جامونه ماتې   کړو

راځئ چې ځان نورمست د محبت په شرابونو کړو

راځه چې نور پریدو طاهري دا  خواراو زار ژوند

پیدا  یو نوی  ځای  به  د ژوند  په  شهابونو   کړو

شکرالله طاهري