غزل

 

خير که دا ټوله زمانه مې په کيسه کښې نــــــــــــه ده

خبره دا ده چې هغه مې په کيسه کښې نــــــــــــــه ده

 

ما سره خلکه زما خپل زړګى په لاره نه ځـــــــــــــي

زما د خپل وجود حصه مې په کيسه کښـــــــــې نه ده

 

چې مخامخ وم نو د دواړو سترګو تور يې ومــــــــــه

چې لږ پناه شم نو ذره مې په کيسه کښې نـــــــــه ده

 

اشاره وکړي خو په ښه او بد يې پوى نه نشمـــــــه

دا ستا د سترګو فلسفه مې په کيسه کښــــــــې نه ده

 

فکر مې نه شي چې درمانه ما تر غاړې يوســــــي

د بيلتانه د سيند څپه مې په کيسه کښې نــــــــــه ده

قدر ت الله درمان