سردار علي ټکر                         



 

 


سردار علي ټكر د كوزې پښتونخوا يو تكړه سندرغاړې دى، چې دده كوډګر غږ په لر او بر څه چې په ټوله نړۍ كې ډېر زيات مېنان لري.

دې په ۱۹۵۶ز كال د ټكر په كلي كې زېږېدلې دى.

تراوسه پورې د ټكر سلګونه البومه د پښتو ژبې سندريزه مينه والو ته وړاندې كړې دي.

مخينه او زده کړې : سردار علي ټکر په 1956ز. کال کې د مردان د تخت بايي سيمې د ټکر په کلي کې سترګې نړۍ ته پرانيستي دي. نوموړی تر لسم ټولګي خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کلي کې سر ته رسولي او بيا يې د مردان په دولتي پوهنڅي کې په ساينسي مضامينو کې د څوارلسم ټولګي بريليک ترلاسه کړی. تر دې وروسته د پېښور پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځی ته ولاړ او هلته يې د ماشيني تخنيک په ځانګه کې انجنيري کړې. کله چې له انجنيري يې په برياليتوب سره سر ته ورسوله نو بيا يې د برتانيې او کاناډا هېوادونو کې څينې ځانګړي کورسونه بشپړ کړل.

د هنر ډګر : کله چې سردار علي ټکر په پوهنتون کې زده کړيال وه نو په هماغه وخت کې ورته د خپل د پټ استعداد د څرګندولو موقعه برابره شوه. په لومړيو ورڅو کې يې خپل استعداد د خپلو دوستانو په ډله کې محدوده ساتلی وه او د پوهنتون او ملګرو د موسيقۍ په بېلابېلو غونډو او لمانڅنو کې يې ګډون کاوه. خو کله چې په ۱۹۸۲ ز. کال کې د پېښور د اېډورډ پوهنڅي د تاريخ د ځانګې يو پروفيسر، يار محمد مغموم د پښتو ژبې فلسفي شاعر غني خان لپاره يې يو محفل جوړ کړی وه او په هماغه مهال نوموړی پروفيسر د يوه داسې سندرغاړي په لټه وه چې د غني خان شعرونه په سندرو او موسيقۍ لا نور ښکلي کړي، نو په همدې وخت کې سردار علي ټکر په دې خبر شو او د څان سره يې دا پرېکړه وکړه چې دی به په دغه غونډه کې سندرې وايي. دا هماغه غونډه وه چې سردار علي ټکر يې د لومړي څل لپاره د ګڼو خلکو په مخ کې خپل فن او هنر ښکاره کړ چې ډېرو خلکو د هغه د سندرو کسټونه ثبت کړل او ډېر لږ وخت وروسته همدا ټيپي کسټونه په بازار کې مينوال وموندل او سردار علي ټکر نوم او شهرت پيدا کړ. تر دې وروسته د لومړي څل لپاره سردار علي ټکر د پېښور راډيو په يوه خپرونه کې چې د زلمي کول په نامه يادېده، دوه غزلې وويلې. په راډيو کې د سندرو ويلو وروسته يې د پاکستان ټلويزون پي ټي وي ته لار وموندله او هلته يې هم سندرې ثبت کړې. په ۱۹۸۴ کال کې سردار علي ټکر افغانستان ته ولاړ او افغانستان ته سفر کولو سره يې د هغو شاعرانو د شعرونو ويلو چانس ترلاسه کړ، کوم چې پاکستان کې ورباندې بنديز لګېدلی وه. په افغانستان کې پاتې کېدل او هلته په ټلويزون کې سندرې وييل نور هم د سردار علي ټکر په شهرت کې زياتونه وکړه.

د پښتو موسيقۍ په ډګر کې د نه هېرېدونکو خدمتونو په پايله کې سردار علي ټکر ګڼ شمېر لاسته راوړنې لري. نوموړي ته د پاکستان د حکومت لخوا د پرايډ آف پرفارمنس يا د وړاندې کولو وياړ جايزه ورکړل شوه ·