غزل

څو چې ته د حسن سرمایه لرې نـــــــــګاره

واک کښې به تر هغې زمانه لرې نــــــګاره

دا د تورو څڼو خوشبویی د هسې نــــــــه ده

ګل سره ضرور کومه رشته لرې نــــــګاره

بیا د تورو سترګو ته نرۍ سلایی ورکـــــړه

بیا د چا مرګي ته اراده لرې نــــــــــــــګاره

زه یم چې د مات زړګی پوښتنه مې ونــکړه

ته یې چې د مات بنګړی دعوه لرې نـــګاره

خدای درباندې دومره بالا حسن لورولـــــــی

خدای که په ټول کلي کښې جوړه لرې نګاره

 

څه په نه خبره مرور شوې له درمانــــــــــه

څومره تنګه لنډه خوصله لرې نـــــــــــګاره

قدرت الله درمان خوست