غزل ...........
په نيم کښو تمبو کښې ستا د مخ ديدار کومه
راشه ته ګوره څه نيمګړى شان خمار کومـــــــه
چۍ هر څه کيږي ورله ځم د زړه اظهار کومه
په ډک محفل کښې په جانان د ګل ګذار کومه
ته به تر کومې راکوې دا دروغجنې وعدې
زه به تر څو پورې جانانه انتظار کومـــــه
د بې وفا جانان نه طمعه د وفا لرمـــــــــــه
څه ليونى يم څه ناشونى غوندې کار کومه
تاته چې زه د خپل خوږمن زړګي زخمونه ښايم
دا لکه زه چې په اسمان د ستورو شمار کومه
خداى خو د نن چرته راپيښ کړه غيبانه درمانه
په بلۍ ناسته يم د لويې لارې څار کومــــــه
قدرت الله
درمان