غزل
یو ګل وې په ګلونو کې جانانه رانه لاړې
زما د پاکې میني خوږ ارمانه رانه لاړې

ای! څنګه دې آسانه داسې وویلې چې لاړم
ای! څنګه دې زه پریښودم ستومانه رانه لاړې


ما ډیر لکه ماشوم په چیغو چیغو درته وویل
اخ مړ شومه ، تباه شومه خو ګرانه رانه لاړې

ژوند نوې د خوښیو غوټی ګل کړې ، ستا له لاسه
راپریوتلې ، وچې شوې بارانه رانه لاړې


تا بیا جوړ د دله رقیب خبره ده منلې
سروده! داسې غلی بې پرسانه رانه لاړې

سلیم سرود