غزل

تا لرمه ، ستا د یاد کعبه لرم خوشحاله یم
شکر مقدسه حافظه لرم، خوشحاله یم

 ستا د   (هو) او( نه) ځواب  ته نه ورخطا کیږمه
زه مې په خپل زړه کې فیصله لرم خوشحاله یم

زه د وخت ناندریو ته وخت نه لرم بې غمه یم
زه د چا په سترګو عقیده لرم خوشحاله یم


ستا له تګ نه وروسته په ما څه وشول؟ خو هیڅ هم نه
زړه که مې هغه نه ، ژوند هغه لرم خوشحاله یم

غمه پروا نه لري  راځه، اوس مې دې چل  زده دی
غمه اوس دې ښار کې میکده لرم خوشحاله یم

مړه ای رستمه چې خبر شول خلک، څه وشول؟
ما ته ګوره ای ، هر څه ښکاره لرم خوشحاله یم
              فضل الربي رستم