غزل
باد وو غبار وو او سيلۍ خبره ورانه کړله
يخ وو بارن وو او ګلۍ خبره ورانه کړله

بل داسې ځای نه وو باران دواړه لمده خوشته کړو
د غره لمنه وه کيږدۍ خبره ورانه کړله

د ژمي شپه يې بس په ما باندې و نه لوريده
مينه يې زده نه وه کوچۍ خبره ورانه کړله

څه ليونتوب څه مجبوري او څه مې يار غصه وو
څه غريبۍ څه بيوسۍ خبره ورانه کړله

خدايه په سپينه لمن داغ رابانې ولګيده
کلی خبر شو ليونۍ خبره ورانه کړله

نيمګړي مينه د ګوهر سرته و نه رسيده
له عمره کمه وه جينۍ خبره ورانه کړله

نورالدين ګوهر خوست