څه عجب مستانه خوب دی کله خوږ او کله تريخ
پېغلتوب که ځلميتوب دی کله خوږ او کله تريخ

چې دې وګورمه مست شم خو بيا هم غم د فراق وي
عشق همه د زړه پړسوب دی کله خوږ او کله تريخ

د جنون تر حده لاړم ،چې مقام په تندي ښکل کړم
ژوند خو ژوند د لېونتوب دی کله خوږ او کله تريخ


روېېد همت