خدای بخښلې   د څانګې  اماج د زوکړې  ورځ ته !!!

           نن د فروري دوهمه

یوې مور ته نن درانده  دردونه راغلل

یوه پلار دی نن خاموشه مخ نیولی

او په ستونې کې یې غوټې د  در د جوړې

د تندي سپينه خوله یې د خفګان ده 

ورته تیر هغه یادونه رایادیږي 

زړه یې لوییږی ، درد زیاتیږی ، زړه یې لوییږي

 

چې له نن نه پوره  دوه لسیزې مخکې 

ټيک همدې کاله کې جوړه خاموشه وه

ټیک همدې  کاله کې ټول ویرې اخیستي

یوې مور باندې درانده درانده دردونه

لکه څمکې ، لکه غرونه .اسمانونه

یوې مور باندې قیامت د زیږون تیر شو

یوه پلار ته خدای د لور ډالۍ نصیب کړه

او یو ورور  چې  یو وزری  یادیدلو

هغه ورور ته خدای ښایسته خورکۍ نصیب کړه

 

دې کاله ته د ملکو  ډلې راغلې 

دې کاله تر څلویښتو ورڅو میشتې

دې کاله کې رحمتونه وریدل به 

دې کاله کې رب پيرزو ټولې خوښۍ کړې

 

پلار یې دغه حوره څانګه وبلله

پلار یې دغې ته پښتو ، غیرت اماج کړ

پلار یې  ننګ په پښتنو کاوه ، پښتون ؤ

پلار یې دې ته د ملت خدمت اماج  کړ

****************

یوه پلار دی نن خاموشه مخ نیولی

او په ستونې کې یې غوټې ددر د جوړې

د تندي سپينه خوله یې د خفګان ده 

ورته تیر هغه یادونه رایادیږي 

پرې  څوریږي ،پرې دردیږي ، پرې خوږیږي

چې يو څو کلونه مخکې ورته پيښ شول

 

ّڅانګه لویه د خپل کور په شفقت  وه

څانګه وله  په خپل فکر ښه هوښياره

څانګې خپلې هلې  ځلې  وې پيل کړې

خپل اماج ته وه نیم کښه رسیدلې

د ژوندون شلم سپرلي کې یې خپل کور ته

د اماج په نامه ډیر ویاړونه راوړل

یو یشتم سپرلی یې  ښه په خوښۍ پیل کړ

ورته کور وه ښه کلیزه جوړه کړې

ورته ټولو ولمانځله په دعاوو

پلار یې ښکل کړه په تندي  چې زویه شاباس

یو یشتم سپرلی په نویو هیلو پیل کړه

*****************

نن د فروري  دوهمه 

یوه پلار دی اوس  خاموشه مخ نیولی

او په ستونې کې یې غوټې د در د جوړې

د تندي سپينه خوله یې د خفګان ده 

ورته تیر هغه یادونه رایادیږي 

چې یوڅو کلنو مخکې ورته پيښ شول

 

د خپل لور  ژوبله  څهره  ورته ولاړه

د خپل لور د پښتنې وینې منظر یې

 په اوبلنو سترګو نیغ نیغ ورچوخیږي

په اوبلنو سترګوږ نیغ نیغ ورچوخیږي

 فضل الربي رستم