غزل
داســـــې تر ډیره په بلۍ راپسې مه ودریږه
غـــم به راجوړ کړې لیونۍ راپسې مه ودریږه
زار د شم مه وهه سلـــګۍ راپسې مه ودریږه
په خدای مې وســپاره جینۍ راپسې مه ودریږه
ستا له اوبلــنو سترګو جار شمه بلا د واخلم
زړګــی مې شو پولۍ پولۍ راپسې مه ودریږه
د پلـــو لاندې غلي غلي په غلا غلا څارنه
ما به کړې خلاص له زندګۍ راپسې مه ودریږه
ځه! د وختونو پیغورونو ته ځان مه جــوړوه
بـــلا د واخلم د خولګۍ راپسې مه ودریږه
حالات تیارې ګرځوي د رواجـونـو چـړې
چـرته د پرې نه کړي مرۍ راپسې مه ودریږه
ته څه خبره یې بې تا هره لحظه په درمـــان
تیریږي څومــره په سختۍ راپسې مه ودریږه
قدرت الله درمان