هایکوګانې

جينۍ د پلار سره په يو ځای راغله
ما ويل ته لاړ شه بابا ډير ساړه دی
ده وېل پيشو ته غوښه څنګه پريږدم

په تور ماښام ګودر ته دراغله
ګرانې تا لار رانه بدله کړله
خدای د منګی په سر ټوټې ټوټې کړه

چا راته ويل چې لوی اختر کله دی
ما ويل چې زه نور معلومات نه لرم
خو يار لاسونه تر څګلو سره دي

ولې مې لاس درته ازاد نه پريږدې
هغه قيصه د اوريدلي نه ده
چې په ياری کې خو بنګړي ماتيږي

ما يې په شنډو باندې زور وکړلو
راته يې ويل ګوهره دا څه کوې
تا خو بيښي څه شی ليدلي نه دي



نورالدين ګوهرخوست