غزل

 

اوس به مې خود تر ګریوانه راغځوي لاسونـه

له خپله لاسه مې اوږده کړل د لالي لاسونــه

 

هلته یو چا له ډیره نازه په کړس کړس وخنـدل

دلته یو چا له ډاره کیښول په زړګي لاسونــه

 

چې یو بلبل هم بیا د ګل په ارمان پاتې نه شـي

دا ځل تر دې حده اوږده کړې د سپرلي لاسونه

 

چې مینه نه کړي نو عبس مې د زړه نه خوږوی

د بام له سره د بیا نه راښوروي لاســونــــــــــه

 

(جانانه مه د چا منه نه به یې زه منــمــــــــــــــه )

راځه چې وباسو له منځه نور پردي لاسونـــه

 

څوک چې د دوو مینو مینځ کې جدایي راولي

داسې سړي ته چې سړی ورغوڅوي لاسونـه

 

درمانه اوس مې قدر نه کړي خو چې نه وم کله

هم دا جینۍ به بیا په ما پسې مروړي لاســــونـه

 

قدرت الله درمان سعودي عرب  الریاض