د ۲۰۱۸ کال د جنوب ختیځې آسیا د هیوادونو د ځانګړې سرمشریزې په لړ کې د تیرې جمعې په ورځ د اندونیزیا او استرالیا د دفاع او بهرینو چارو وزیرانو دوه اړخیزه ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته د استرالیا په پارلمانې دفتر کې ترسره شوه چې دواړو خواوو په دغه ناسته کې په سیمه کې د لا ښه امنیت تینګښت او د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډه مبارزه ټینګار وکړ.
همدارنګه دواړو خواوو د انسانې قاچاق او سایبر ضد فعالیتونو پر مخنیوي او په سمندرونو کې د ښه امنیتي تدابیرو د چمتو کولو په هکله هم خبرې اترې ترسره کړې.
په دغه ناسته کې د اندونیزیا د دفاع وزیر رایا میزاډ وویل، سمندري امنیت د اندونیزیا په لومړیتوبونو کې قرار لري ځکه مونږ غواړو اندونیزیا د نړۍ سمندري تجارت محور وګرځي.
نوموړي زیاته کړه، د جنوب ختیځې آسیا سمندري امنیت نه یوازې د اندونیزیا لپاره خورا ډیر مهم دی بلکې د دغه سیمې د ټولو هیوادونو او آن د ټولې نړۍ لپاره خپل جلا جلا ارزښت لري، ځکه د نړۍ اقتصاد پر سمندري سوداګرۍ څرخیږي او که چیرې سمندرونه ناامنه شي نو ښایي ګڼې ستونزې رامنځته کړي.
22.03.2018
- عبدالله وردک
ښه وکیلان پارلمان ته ولېږئ (عبدالله وردک) ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وی. ګرانو لوستونکو! محترم حکمتیار صاحب پخپله وینا کې، چې د ننګرهار غیرتي ولس ته ىٔې وکړه، ډېرو مهمو ټکیو ته اشاره وکړه. غواړم د هغه د عالمانه وینا څخه، د ستاسو توجه یوې برخې ته راوګرځوم. هغې وویل: ”ما د حزب اسلامی ټولو غړو ته ویلي دي، چي په انتخاباتو کې هغه کاندید ته خپله رأیه ورکړي، چې هغه د هرې نګاه څخه ښه سړی وي،...
22.03.2018
- آرین صافې
استرالیا کې نوې میشت شوي کډوال د دندو په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي
د یو راپور په اساس استرالیا د ۲۰۱۵ کال راهیسي لږترلږه ۱۲ زره کډوال له عراق او سوریې څخه استرالیا ته انتقال کړي ترڅو هغوی له جګړو او ناخوالو وژغوري، خو استرالیا دغو کډوالو ته د کارونو او دندو په برابرولو کې پاتې راغلې.
ډیری دغه کډوال چې د استرالیا په سیډني ایالت کې میشت دي وایي، د سیمه ایزو خلکو لخوا ورته ښه راغلاست ویل شوي او له هیڅ ډول تبعیضي چلند سره مخ نه دي، خو د دوی په وینا یوازینۍ ستونزه چې دوی ورسره...