استرالیا کې نوې میشت شوي کډوال د دندو په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي

د یو راپور په اساس استرالیا د ۲۰۱۵ کال راهیسي لږترلږه ۱۲ زره کډوال له عراق او سوریې څخه استرالیا ته انتقال کړي ترڅو هغوی له جګړو او ناخوالو وژغوري، خو استرالیا دغو کډوالو ته د کارونو او دندو په برابرولو کې پاتې راغلې.

ډیری دغه کډوال چې د استرالیا په سیډني ایالت کې میشت دي وایي، د سیمه ایزو خلکو لخوا ورته ښه راغلاست ویل شوي او له هیڅ ډول تبعیضي چلند سره مخ نه دي، خو د دوی په وینا یوازینۍ ستونزه چې دوی ورسره مخ دي هغه د دندو نه موندل دي.

راپور وایي که څه هم ډیری دغه کډوال له لوړو زدکړو برخمن دي او په خپلو هیوادونو کې یې پخوا په لوړو حکومتي او ملکي پوسټونو دندې هم ترسره کړي، خو څرنګه چې دوی استرالیا کې د کار تجربه نلري نو ځکه د کارونو په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي.

راپور زیاتوي، یو نیم کال کیږي چې دغه کسان استرالیا ته راغلي خو تراوسه یوازې ۱۷ سلنه یې په کار موندلو توانیدلي او پاتې نور ټول بیکاره او بې روزګاره دي.