غزل
په ما چې  راشي  مخ  ته  پيڅکه د څادر نيسي
دا خو  په  دوو  ګوتو  اشنا مخه  د  لمر  نيسي

خير  که  نازونه  اداګانې  کوي  وي  دې  کنه
زړګيه   ښکلو سره  څوک  د  پړي  سر  نيسي
چې يارانه  يې  زړه  کې نه  وي  لکه  وچه  ونه
چې نه يې  سيوری په چا  او   نه  ثمر    نيسي
رقيب يې زما مخکې ودريږي  عجيبه  ده  ډيره
په  د يوالونو  باندې   لار   د   سمندر   نيسي
شيخه که څوک مې وي د سر قاتل پروا يې نه کړم
ها مې دښمن  دی چې  مې  مخه  د  هنر  نيسي

موده يې وشوه د ويصال درمان يې  شوی  نه  دی
څنګ به وچوب  ګرانې  زما  د  زړه  پرهر  نيسي

قدرت الله درمان سعودي عرب

الرياض