غزل

 لكه  تېره  زمانه  را  ته يادېږې

د ژوندون هره شېبه را ته يادېږې

كه  دروغ  وايم كافر دې شم  جانانه

په  دعا  او  په سجده  را ته يادېږې

دې نه زيات در ته نور هېڅ ويلې نه شم

  د ژوندون هره لحظه را ته يادېږې

د ريښې  ريښې ګر ېوان ليدو ته ياره

لكه سپينه آيْنه را ته يادېږې

 هېڅ له زهن نه مې نه وځې"څاروانه"

هره ورځ او هره شپه راته ياديږې

عبد الوهاب څاروان