غزل

درتـــــــه خبره کوم ګــــــــوره سترګې مــــــــه پـــــــټوه

چې نه پټيږي نو پـــه زوره سترګې مـــــــــه پــــــــټوه

د کلي خلکو تــــــه جواب ورکـــړه ،بدنامه دې کړم

ګـــــرانـــــه ؛ د مينې لــــــــه پېغوره سترګې مه پټوه

ريــباره ؛ جار دې له کوچنۍ ژبې شم څه يې ويل ؟

شرمېږه مــــــــه ؛ ووايــــــــه وروره سترګې مـه پټوه

که ګرم يې خيـر دی همدا ډېــــــــره ده چې ويې منې

زما د دواړو سترګـــــو تــــوره سترګـــــــــې مه پټوه

زما پـــــــه مينه بــــــــې باوره ! مسلمان يې کــــــه نه

ډک مې دی زړه له دغې شـوره سترګې مه پټـــــــوه

ته د غزل له تکـــــو سرو سترګو نــــــــــه مخ مه اړوه

تــــــــــه د غزل د زړه لــــــــــه اوره سترګې مــــه پټــوه

نبيله غزل ، پېښور