غزل
ژوند ، پر دښته د بهار مازيګری
مرګ ماښام ، وړي په تلوار مازيګری
بې وعدې ! له بهانو دې زه قربان
او له سترګو نه دې ځار مازيګری
رنګ ژېړی او تلوسه د انتظار
محبت ، لکه خمار مازيګری
د ښېرو د قبلېدو ډار ورپسې
ښکلی وخت وي د اظهار ،مازيګری
د ختن مشکينې څڼې وهي باد
هسې نه دی خوشګوار مازيګری
د جنت شوخ طبيعت کړي راڅرګند
په سپرلي د ننګرهار مازيګری
د غزل د زړه تغمې دې شي پولۍ
ستا به ژوند کړي سندرمار مازيګری
نبيله غزل
جلال اباد ښار ٦/٠٣/٢٠١٠