څلوریزه

چنار په بم شهيد شو گودر په وينو رنگ شو

ښکلاه د سحر مړه شوه مازيگر په وينو رنگ شو

د چم په جوماتونو مو بلا توغندي راغلل

امام په کې شهيد شو او ممبر په وينو رنگ شو

روئید همت