غـــــــزل
کــله کـــــه دې هــــم کړی، زمــــــا غـــــــــزل ته پـــام دی
له تــــا نه شروع شـــوی هــم پــــه تــــا باندي تـمــام دی
تــه چــې مې لــــــيدلی ، مـــا نـــه ورک د زړه آرام دی
سترګې دې رامړې کړې، بيــا دي ايښی راته دام دی
خدای خبر تر څوپــوري په ژوند مي دا ما ښـــام دی
ستــا د هــجر شپــې دي، ياره خوب په مـا حـــرام دی
څکلی مې چـــې ستــا د ميني بحــــر نه يو جــــام دی
په هجــر ســوځيــــدلی د وجـــود مئ هر انــــدام دی
که تــــه راســـره نه يې، يــــاره غم خــو دې مــدام دی
څه وکـــــړم يـــاري ده ، تيــــروم به يې نا کــــام دی
تا چي دی تړلی په ما بــــې وجــې الــــــــزام دی
نــــــــــــن و کاملې ته هم منظور داسي بد نـــــام دی