غزل

 یــاره تـــوبـه مې ده بخښنه غـــــواړم
 سخته غصه مې ده بخښنه غـــــواړم 

خیر که ګیله مې ده بخښنه غـــــواړم
تنګه سینه مــې ده بخښنه غـــــواړم

درځـــــم وعــده درســـــــــره نـه کومه

بـس اراده مـــې  ده بخښنه غـــــواړم

تیاره مـــاښـــام شـــو دیدن کله کیږي

د ســـر خطره مې ده بخښنه غـــــواړم

باران وریــــــــــږي کــــور ته نشم تللې

درســره شپه مې ده بخښنه غـــــواړم

بیا خــــــو مـــاتیږي شونډې مه راکوه

ګرانې روژه مې ده بخښنه غـــــواړم

ګـــــــــــــوهره نــــــــوره د نوم نه اخلمه

ښه ګـــــزاره مې ده بخښنه غـــــواړم
نورالدین ګوهر خوست