انځور    

زه د هغه چا ارمان يم
چې اظهار کولی نشي
مينه پټه زړه کې ساتي
او اقرار کولی نشي
______
زه دهغه چا جانانان يم
چې جانان خپلوئ نشي
په ارمان ارمان ژړېږي
خو ارمان خپلوئ نشي
______
زه د هغه چا انځوريم
چې خپل ځان ته نظر نه که
داغيارو له ستمه
خپل جانان ته نظر نه که
__________
زه د هغه چا زړګۍ يم
چې ګو ګل نه مې اوباسي
دغماز په خله تير وځي
او محفل نه مې اوباسي
_____
زه د هغه چا کتاب يم
چې چې مدام ځني جدا يم
تل پرتې مې په مخ خاورې
وزر څيرې په ژړا يم
_____
زه د هغه چا دونيا يم
چې په مينه يې غيور يم
تل جفا راسره کاندي
خو بيا هم ځني مشکور يم
____
بادشاه الدين مشکور