ته لمانه زه لتانه د ومره لرې

لکه دوه سترګې جانانه دومره لرې

 

چې مې زړه سترګو کې دومره لرې یوسې

زه به خود یمه له ځانه دومره لرې

 

ړوند شوې نه ګورې زما غرونه لولپه شول

چېرته تللی یې بارانه دومره لرې

 

در روان یم زولنې مې پښو ته غورځي

درنه نه یمه زندانه دومره لرې

 

۶ عقرب ۱۳۸۹

۲۸ اکټوبر ۲۰۱۰

د صفا راډیو اداره، جلال آباد