لټوې  مې کوز او پاس راپسې ګرځې

زمانه زنځیر په لاس راپسې ګرځې

 

ارادې مې خوبوړي غوندې ښکاري

زړه ته لار غواړي وسواس راپسې ګرځي

 

آینې مې د زړګي  ماتول غواړي

شوخ نظر لکه الماس راپسې ګرځي

 

د وجدان د محکمې لورته مې بیايي

ترې ډاریږم خپل احساس راپسې ګرځي

 

۶ عقرب ۱۳۸۹

۲۸ اکټوبر ۲۰۱۰

د صفا راډیو اداره، جلال آباد