د اوښکو لار " څلورمه کړۍ"

زه ( جهانګیر ) په پوهنتون کې وم، لا امتحان ته ناست وم، د تلاش پرلپسې زنګونو پوزې ته راوستی وم. کله چې د امتحان پارچه مې استاد ته وسپارله او له صهنې ووتم، نو سمدلاسه مې زنګ ورته ووهه، بې لدې چې سلام وکړي، ويې ویل:

-         ایییییی! نن شپه راډیو ته ضرور راشئ! مشاعره کوو، پوه شوې؟

سلام مې ورته وکړه او ورسره مې وعده وکړه چې سمه ده. کله چې راډیو ته راغلم، د شپې اته بجې وې. سید عبدالله نظامي په پروډکشن سټوډیو کې خپل راپور ثبت کولو. ګل رحمن رحماني لا خپرونې ته ناست وو. کله چې د نظامي راپور خلاص شو، زړه يې وو چې کوټې ته لاړ شي، مګر تلاش ورسره چېرته منله. پرېکړه وشوه چې زه او نظامي به د هغه تر کوټې ورځو او بېرته به د مشاعرې لپاره راځو. د تللو پرمهال فرید نوښت هم غږ را وکړه چې بېرته ضرور راشئ. همداسې وشو. زه او نظامي د هغه تر کوټې لاړو او بېرته زر راستانه شو.

دا ځل دوه نوي یاران راسره په مشاعره کې ګډون کړی وو، یو بختیار تلاش او بل یو فرید نوښت. پریکړه داسې وشوه چې هر څوک دې یو یو بیت ولیکي، بیا به یو بیت پکې ټاکل کیږي. ښه شیبه په کوټه کې چوپه چوپتیا وه. د نظامي غږ چوپتیا ماته کړه او یو بیت يې وړاندې کړه. ورپسې رحماني هم خپل بیت وړاندې کړ او فرید هم خپل بیت په ناز ناز دیکلومه کړه. تلاش لا راډیو يې مجله اډیت کولو. هغه د مطلعې په لیکلو کې برخه وانه خسته.نه پوهیږم چې ولې نن شپه د شعر پرښتې لمانه خپه وې. هر څه کوښښ مې چې وکړ، ومې نشو کولای چې د ملګرو د خوښې وړ بیت وړاندې کړم. دوه ځل يې زما بیتونه رد کړل او ويې ویل چې ګوندي په دې ردیف کې د کوم شاعر شعر شته. بالاخره زما ریاضت هم خپل کار وکړ . بیت مې ملګرو مخ ته کېښوده:

تښتوي رانه خوبونه غلي راشي

نیمه شپه کې دې یادونه غلي راشي

د بیت په اورېدو سره نظامي یار رحماني ته وکاته او سرونه يې سره وخوځول، نه پوهیږم چې خوښ يې شو او که په دې خاطر چې زه مایوس نشم، زما بیت يې د مطلع په توګه وټاکه.

لنډه دا چې زما په بیت فی البدیهه وشوه. دادې دغه فی البدیهه مشاعره ستاسې مخ ته ږدو، هیله ده خوښ مو شي.

 

جهانګیر

تښتوي رانه خوبونه غلي راشي

نیمه شپه کې دې یادونه غلي راشي

رحماني

ته چې ځې زه مې په زړه لاسونه کښېږدم

دې کمبخت ته فریادونه غلي راشي

نظامي

د خپل زړه له پرهرونو نه خوند اخلم

څه خواږه خواږه دردونه غلي راشي

نوښت

غرونه غرونه امیدونه راپه زړه کړم

ورپسې يې حسرتونه غلي راشي

تلاش

زړه مې ټینګ کړم چې فریاد رانه ونکړي

خیر که ډېر پکې درزونه غلي راشي

جهانګیر

ښاریه ده ټوله ستا په مخ ودانه

بې لتا پکې ویرونه غلي راشي

 

 

 

رحماني

لا مې ښکلي د وطن یاد کړي نه وي

چې تر مالکه خیالونه غلي راشي

نظامي

سپینه خوله به د سرو وینو په بدل شي

مړې ځه اوس به دې ورونه غلي راشي

نوښت

کومه ورځ به د بیلتون توره څیره کې

ستا د وصل امیدونه غلي راشي

تلاش

اسویلي د خپلې خولې راته پېغور شي

یو درد نه وي زر دردونه غلي راشي

جهانګیر

چې د خپل نفس له اودې ځني بهر شم

زما پښو ته طوفانونه غلي راشي

رحماني

زه د ګل په غوړېدو لا خبر نه وم

له ما وړاندې خړ بادونه غلی راشي

نظامي

بې ټک ټکه چې راتلې اوس رانه مه ځه

د رقیب به پېغورونه غلي راشي

 

نوښت

نن به مۍ په سر راپورته کړم زاهده

که خفه مې له پرونه غلي راشي

تلاش

زه په تمه د خپل یار وصال ته ناست یم

ورځ شي تېره ماښامونه غلي راشي

جهانګیر

توره شپه او انتظار د یار د وصل

څو لحظې لکه کلونه غلي راشي

رحماني

په سپوږمۍ مې قدم کيښود خو وخت غواړي

چې په زړونو پورې زړونه غلي راشي

نظامي

لیونۍ زما تګ لوري پسې درومي

په لار ګوري زما پلونه غلي راشي

نوښت

د خزان په دښته ناست و او ویل يې

یوه ورځ به بیا ګلونه غلي راشي

تلاش

وایم هېر مې يې جانانه یاد مې نه يې

خو په زړه مې ستا شعرونه غلي راشي

 

جهانګیر

مونږ مستي ورته د زړه له هستۍ واخلو

خو پر مونږه اخترونه غلي راشي

رحماني

هره شپه وایم چې راشه نور دمه کړه

خو ګریوان ته مې لاسونه غلي راشي

نظامي

چې همزولو ته د خپلې مینې ضباط کړي

وي په لاس کې يې ګلونه غلي راشي

نوښت

هر سهار په سپینو وړانګو نفرت پریوم

ګوندي بیامې ارمانونه غلي راشي

تلاش

نور د شعر ښاپيرۍ غلې واک کې نیسم

ګوندي راکړي څو لعلونه غلي راشي

جهانګیر

داسې نده چې زمونږه زړونه نشته

انتظار یو چې وختونه غلي راشي

رحماني

مالیدلي دښمنان د رڼا ګانو

راته ووژني سنیدونه غلي راشي

 

نظامي

کلیواله له خپل حسن ناخبره

په ګډا کړي ټول ښارونه غلي راشي

جهانګیر

تا چې وینمه بې واره غزل لیکم

څو لفظونه تصویرونه غلي راشي

نظامي

چې غږ واوري نظامي اشنا دې څه شو

په سپین مخ يې سیلابونه غلي راشي

 

۲۵ اکتوبر ۲۰۱۰

۳ عقرب ۱۳۸۹

د صفا راډیو اداره، جلال آباد