داوښکو لار

دفي البدیهه مشاعرو دلړۍ دریمه کړۍ

   تیره شپه زموږ د اوښکو لارفي البدیهه مشاعرې یاران (زه شیرین اغاجهانګیر، ګل رحمن رحماني ،زیرک فهیم او فردوس حضرتي ) ددغه لړۍ په یوه بله کړۍ کې سره راټول شوو او وموپتیله چې یوه بله مشاعره چې له ډېرې مودې موزړه ورته کیده، ترسره کړو په دفترکې دکارونو له خلاصولو وروسته دمشاعرې غږ وشو. کله چې خبره دمطلعې لیکلو ته راغله، نو ما (جهانګیر) یوبیت چې له وړاندې مې له ځان سره پوخ کړی وو او له ځان سره مې د مازدیګر راهیسې زمزمه کولو، انتخاب شو اوپریکړه مو وکړه چې هرڅوک باید پنځه پنځه بیته ولیکي .نورنوشوې مشاعره ستاسې مخې ته ږدو .

 

زنده ګي

اوس منمه چې اسانه زنده ګي ده

دهرچاچې بې جانانه زنده ګي ده

جهانګیر

ستا د زلفو د ځنګل تیارو کې ورک شوم

ځکه نن راته پریشانه زنده ګي ده

رحماني

یو د ویرې، انديښنو په هدېره کې

خو بیا هم وایو روانه زنده ګي ده

فهیم

که هر څو مې کړوي زړه توری نه یم

اخر ماته هم حېرانه زنده ګي ده

حضرتي

خلک ټول د زمانې ملګري شوي

پاتې زما له دې کاروانه زنده ګي ده

جهانګیر

مرګه راشه په وزرونو کې مې واخله

مروره اوس له مانه زنده ګي ده

رحماني

په وجود، په هر یو څیز، په هر منظر کې

پرته څومره بې پایانه زنده ګي ده

فهیم

د ارام شینکی ساحل مې نصیب نشو

له بیابانه تر بیابانه زنده ګي ده

حضرتي

دا زما برخه سکروټه ده لمبه ده

که د ټولو داسې ګرانه زنده ګي ده

جهانګیر

ملامت نه یم چې زه له کلي تښتم

په راتلو ورته پښېمانه زنده ګي ده

رحماني

د هر ستړي سفر پای مو دبل سر وي

لویه خدایه! څه ستومانه زنده ګي ده

فهیم

په یو لاس مې نازوي په بل مې وژني

خدایه دا څنګه شیطانه زنده ګي ده

حضرتي

ورک یم زه د خپل ضمیر په آینه کې

ډک له شکه له ګمانه زنده ګي ده

جهانګیر

زورور یمه زړور یمه ملګرو

مانیولې له ګریوانه زنده ګي ده

رحماني

حوصلې راته په خوب کې داسې وویل

له زانګو تر ګورستانه زنده ګي ده

حضرتي

ته يې ومنې که نه خو زه يې وایم

بې جانانه بې ایمانه زنده ګي ده

جهانګیر

اخر سیال د خپلې ساه هم پاتې نشوم

زه که جوړ یمه خو ورانه زنده ګي ده

رحماني

ای د سوي زړګي درده رانه مه ځه!

اخر تا باندې ودانه زنده ګي ده

۱۹ میزان  ۱۳۸۹

۱۱ اکتوبر ۲۰۱۰

د شپې ۱۱:۳۰ بجې

د صفا راډیو اداره، جلال آباد