نعت شريف

په کور کې د الهاد جوړ شوی غم وو هغه ورځ

تا ايښی پردې ځمکه خپل قدم وو هغه ورځ

 

سندرو باندې ستړي ول مرغان د باغ او بڼ

جوړ کړي هواګانو ترنم وو هغه ورځ

مړه شوې وه د فارس ها زر کلنه آتشکده

پېدا د هر ابليس سترګو کې نم وو هغه ورځ

پوهېږې په کعبه کې بتان ولې راګذار شول؟

لېږلی خالق زېرې د صنم وو هغه ورځ

توپير د فوقيت د رنګ او ژبې شو بې قدره

بشر شو؛ که عرب وو که عجم وو هغه ورځ

 

قانون راغی انسان لره حساب او کتاب  راغی

په تله شو که دم وو که قدم وو هغه ورځ

 

د علم ډيوې بلې شوې د جهل په تيارو کې

روښان د ژوند د لارې پېچ او خم وو هغه ورځ

شيرين اغا جهانګير

د جمعې مبارکه ورځ

د هرات لرغونی جامع جومات

۱۴-۰۵-۲۰۱۰