په سړک کې ښخ شوی ماین د سرحدي پولیسو څلور تنه سرتیري او د یو قمندان ژوند واخست.

د غه پيښه تیر ماښام ناوخته د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د سرحدي پولیسو رانجر موټر د ترکمنستان سره په پوله په ګزمه بوخت وو. په پېښه کې د فضل احمد خان په نامه د څلورم سرحدي زون د تورغونډۍ د څلورم سرحدي کنډک د اوپراسیون امر او ورسره څلور تنه نور پولیس  وژل شوي دي. تر اوسه پورې چا د پيښې پړه پر غاړه نده اخستي. د عامیلینو په اړه يې پلټنه دوام لري.

شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګي هرات

۱۴-۰۵-۲۰۱۰