جنګ

له څو میاشتو راهیسې جنګ دوام درلوده. له هرې خوانه د سپکو او درنو وسلو د ډزو آوازونه اوریدل کېده. د ښار په کوڅو کې بني آدم نه ښکارېده. ځای نیم ځای به سپي اوتر اوتر هرې خواته منډې وهلې. د برېښنا ستنې راګذارې شوې وې. په ښار باندې برېښنا پرې شوې وه. د ښار په هره کوڅه کې دوکانونه او موټران سوي ول. هرې خواته لمبې پورته کېدې. په ټول ښار بانې یوه بوګنوونکي خاموشي خوره وه. دغه خاموشي به هله له منځه تله چې کله به په کنوم کور باندې توغندی راپورېته او د انسانانو کړېکې به د ښار کوڅې لړزولې.

د هر دیوال څنګ ته او د هرې ودانۍ پر سر باندې سرتیرو ځانونو ته مورچلونه جوړ کړي وو. په تګ راتګ بندیز لږیدلی وو. هیچا ته له ښاره د وتلو اجازت نه وو. وړاندې تردې چې جګړه پیل شي، ښار ته ټولې راغلي لارې بندې شوې. د شپې په تیاره کې به د هاوان مرمۍ داسې د ښار په فضا کې یوې خوا او بلې خوا ته ورېدې چې توره شپه به يې سپینه ورځ کړه.

 هرې خواته د انسانانو جسدونه پراته وو. کله چې به کوم سرتیری او یا عام ښاري وژل کیده، جسد ته به يې څوک نه نږدې کیده. یواځي د سرتیرو وسله به يې ترې پورته کړه او بس. د ژمي په هغو سړو شپو کې چې واوره هم ورېده، د مړو جسدونه تک شنه اوښتي وو. د ورځې چې به کله لمر تود شو، په کوڅو کې به د مچانو بنګهار داسې اورېدل کېده لکه چې په وچه دښته کې تود صحرايي باد ولږي. پوره اوه ډلې په جګړه کې ښکیل ول. ښار په اوو برخو ویشل شوی وو. د ښار کومې برخې چې د راغلو لویو لارو سره پرتې وې، هلته د خوراکي توکو انبارونه پراته وو، مګر د ښار په مرکزي برخه کې بیا خلک د اوبو او نورو خوراکي توکو له قحطۍ سره مخامخ ول. هره ورځ په زرګونه انسانان د لوږې او تندې له لاسه مړه کېدل. د مړو جنازه نه اخستل کیده. هر څوک به خپل مړی په اوږه کړه او هدیرې ته به يې ښکته کړه.

 هغه خلک چې د ښار په شاوخوا کې اوسېدل، نه يې شو کولای چې روغتونو ته لاړ شي، ځکه چې ټول روغتونونه د ښار په مرکزي برخه کې پراته وو. سرتیری او عام وګړی نه وو معلوم. بس د رنګ، ژبې، سمت، توکم او مذهب توپیر د هر چا د وژلو ستره فتواه وه.

نور نو ددغې جګړې د ختمېدو هیله له هیچا سره نه وه. کلونه تیر شول. اوس جګړه ختمه ده. اوس په ښار کې ډزې نه اورېدل کیږي. اوس د ښار په کوڅو کې ځناور یوې خواته او بلې خواته منډې وهي. اوس هغه  ښار چې یو وخت د ښارونو د ناوې په نامه ېادیده، به کنډوالو بدل شوی دی. اوس هیځوک هم ندي پاتي چې د ټوپک خاوندان پرې حکم وچلوي. په لارو او کوڅو کې بوټي ګڼ ولاړ دي. د ښار په کنډر کپر سړکونو باندې د ویجاړ و شوو ټانکونو او موټرو دننه مارغانو ځالې جوړې کړې دي. د جوماتونو د ورانو منارونونه د کارغانو آوازونه راپورته کیږي. د ښار د روغتون دروازه همغسې خلاصه پرته ده. د روغتون په خونو کې غڼو ځالې کړي. د ښوونځي په انګړ کې د ازغو بوټي دومره ګڼ ولاړ دي چې د کانتین مخې ته د اوبو پمپ په کې پټ دی.  ټول ښار سوی پروت دی. اوس دغه جګړه  د ملک له پولو  اوښتې ده.  ټوله نړۍ يې نیولې ده. اوس نو د دغې جګړې اور د هغو خلکو لمنو ته رسیدلی دی چې همدې اور ته به يې پوکی ورکوه.

 

لیکوال: شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګي هرات

۱۲-۰۵-۲۰۱۰

د سهر دوه بجې