پرون يې چې شمله د ټول افغان ګټلی دی
نن هغه بیا زما د زړه میدان ګټلی دی
ښودلې يې د خپلو مټو زور ټولې دنیا ته
مغرورې امرېکې ته آیرلینډ او کاناډا ته
قسم په پټو سترګو يې بوتان ګټلی دی
نن هغه بیا زما د زړه میدان ګټلی دی
سکاټلینډ به زړه کې تل وساتي درد ددې حالاتو
پټۍ به په زخمونو کښیږدي څوک د اماراتو
زما د غرو زمرو عربستان ګټلی دی
نن هغه بیا زما د زړه میدان ګټلی دی
د خوار کویټ به خود لمبې شي پورې په بدن
چې بال په لاس کې ونیسي زما حمید حسن
صادق، اظغر، نوروز، شاپور ځدراڼ ګټلی دی
نن بیا هغه زما د زړه میدان ګټلی دی
رقیب يې له میدانه مخ تورن بیرته شړلی
وطن ته يې بري پسې بری مدام ګټلی
یوې نه؛ ددې ډلې هر یو ځوان ګټلی دی
نن هغه بیا زما دزړه میدان ګټلی دی
شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي، لرغونی هرات
۰۹-۰۵-۲۰۱۰
09.05.2010
- پېمانه
یوه ضروروي یادونه
( د ټولو لوستونکو د پام وړ: له هر څه وړاندې د هغو شهیدانو او سپیڅلو مجاهدینو روح ته د سکون دعا کوم چې خپل خوږ ژوند يې د الله د رضا، د اسلام د سپیڅلي دین او د وطن د ننګ او ناموس د ژغورلو لپاره له لاسه ورکړ. د هغو زړورو مجاهدینو د قربانیو په برکت د شوروي اتحاد نه ماتیدونکی ځواک ټوټې ټوټې شو. پ...
12.05.2010
- پېمانه
جنګ
له څو میاشتو راهیسې جنګ دوام درلوده. له هرې خوانه د سپکو او درنو وسلو د ډزو آوازونه اوریدل کېده. د ښار په کوڅو کې بني آدم نه ښکارېده. ځای نیم ځای به سپي اوتر اوتر هرې خواته منډې وهلې. د برېښنا ستنې راګذارې شوې وې. په ښار باندې برېښنا پرې شوې وه. د ښار په هره کوڅه کې دوکانونه او موټران سوي ول. هرې خواته لمبې پورته کېدې. په ټول ښار بانې یوه بوګنوونکي خاموشي خوره وه. دغه خاموشي به هله له منځه تله چې کله به په کنوم کور باندې توغندی راپورېته او د انسانان...