ځناورې قافلې

 

لوټ شوي په دې لاره دي اکثرې قافلې

خپل سري قافلې او زورورې قافلې

 

سرکشو ته دې چم کې د قدم اجازت نشته

سر ښکته ستانه شوي مروروې قافلې

 

زمونږ د توري غږ ورته تر غوږه رسیدلی

دا ښکتې قافلې وې که دا برې قافلې

 

زه نه وایم سپین غر او هندوکش به درته وايي

داړلي دې زمرو دي ځناورې قافلې

 

شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګي هرات

۰۷-۰۵-۲۰۱۰