غز ل
بسم الله (پښتونمل) – كلات

راليږونکی : سراج الدین کلیوال 

هسي نه خيال دي رانـــــه مات سـي ائينه غوندي دى
نيمګړى زمــــا دزړه كسات ســــــي ائينه غوندي دى


ګرانــــــي تندي ته دي لږ پيڅكـــه د ټكـــــــري ونيسه
نــــــه چــــي ثبوت د ملاقات ســــــي ائينه غوندي دى


يابــــه سي ستوري هغه ځاي چي يار قدم پري ايښى
يابه محراب دكــــــــوم جومات سي ائينه غوندي دى


بيابـــــــــه زريني وړانګي پوركــــــړي د نيكي له لمره
ښكلـــى رنګين به خـــــړ كلات سي ائينه غوندي دى


خيركــــــــه جانان راڅخه تـورو خاورو وخــــــوړلـــــــو
خـــاورو كــي كله بــــه ميرات سي ،ائينه غوندي دى


ماخپله رايــــــه لا پخوا دغـــــــه نجلــــــۍ تــــــه وركړه
كــه دښـــــــــــــكلا انتخابات ســي ،ائينه غوندي دى
په ټوله ادبي مين