نن چې له کاره ستړی ستون شومه کوټې ته راغلم

مخکې لدینه چې د کار جامې بدلې کړمه

لکه د تل په شانتې

خپل ټېلېفون مې را اوچت کړلو او ومې کتو

پوره پنځه میسکاله

شمیره مې وکتله

کور نه وو زنګ راغلی

زړه مې طاقت ونکړو

زنګ مې ور ووهلو

بس سمدلاسه چې زنګ ورغللو

د مور له هلو سره

زړه په درزا شو زما

ځکه چې

هغه آواز بیا څه بدل شانتې وو

هغه آواز بیا دردیدلی ښکارېد

په هغې ستونې کې ژړا ښکارېده

سلام مې وکړو ورله

جار او قربان يې ووی

زما د حال پوښتنه يې هم وکړله

ما ویلې ښه یم مورې

ته د خپل ځان ووایه

هغې د تل په شانتې

ویلې زه روغه یمه

په ما هیڅ ندي شوي

سر مې درد هم نکوي

ملا مې بیخي ښه ده اوس

اوس د معدې او د اعصابو ګولۍ هیڅ نه خورمه

خوب مې بیخي زیات شوی

خو زه پرې ښه پوهېدم

زه پوهېدمه چې اوس څنګه به وي

ما سترګې پټې کړلې

مخ ته مې ودرېدله

له ډېره درده يې خپل سر وو په دسمال تړلی

او سپینو اوښکو يې پرمخ وې جوړې کړې لارې

 

شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګي هرات

۳۱-۰۳-۲۰۱۰