دا چې بيا ټول په غورځنګ غورزي راغورزي
دا ځلمي مو بيا په ننګ غورزي راغورزي
بيا ليلا د ښايستو ډېوې کړې بلې
مجنون هم ورته پتنګ غورزي راغورزي
شړک او شړوک باندې ېې غوڅ کړل ډير سرونه
تيرې تورې بيا په شرنګ غورزي راغورزي
غرڅني ځوانان لا شته په غرو رغو کښې
داسې نه ټول په پالنګ غورزي راغورزي
د سپرلي بوۍ او ښايست ورته هيڅ شوی
د معصومو وينو رنګ غورزي راغورزي
ګل غوټۍ ته منتظر دي څو چې ګل شي
بوراګان ېې څنګ په څنګ غورزي راغورزي
د پامير له څوکو بيا د تکبير غږ ده
په طاغوت لکه د کړنګ غورزي راغورزي
او! ځه ملالې! بيا ورپورته څو ټپې کړه!
ځلمي ګوره! چې په جنګ غورزي راغورزي
زمزمو باندې ېې مست کړه خمار ورکړه
په ميدان ډير ړنګ او بنګ غورزي راغورزي
او جواد ساته ! چې ېې بوی په رقيب اور وي
په سينه به دې لونګ غورزي راغورزي

فاطمي صاحب او عبدالولي صاحب ته ډالۍ

څو نور شعرونه

ليونتوب / الحاج الهام الدين قيام

دسولې سپرلۍ / الحاج الهام الدين قيام

غزل / وحيدالله وحدت وزير

غزل / مشفق حريتمل

غزل / وحيدالله وحدت وزير