ولې خفه شولې زړګيه بيا دې څوک را  ياد شو

ويده شه څمله ليونيه! بيا دې څوک راياد شو

ستا په خومارو سترګو موړ شو ځان ته نورې ګوري

ولې روان شولې لاليه! بيا دې څوک راياد شو

تازه، تازه وې ولې مات شوې! چا يوازې پرېښوې!

ای کنډواله کې خړ منګيه! بيا دې څوک راياد شو

ياران دې لاړل، تۀ يې پرېښوې، تورې شپې يوازې

چا پسې ژاړې سادګيه! بيا دې څوک راياد شو!

پۀ ډېرو ښکلو باندې څۀ کوې، دا يو دې بس دی

 (سياله) ساده يې خوګياڼيه، بيا دې څوک راياد شو

څو نور شعرونه:

ليونتوب / الحاج الهام الدين قيام

دسولې سپرلۍ / الحاج الهام الدين قيام

غزل / وحيدالله وحدت وزير

غزل / مشفق حريتمل

غزل / وحيدالله وحدت وزير