تا پسې به ای جانانه لېونی شم

مخ راواړوه چې ټول درنه لوګی شم

د خزان بادونو غرق کړمه تباه کړم

چې تا ووينم جانانه نو سپرلی شم

ټول ياران سره په يوه حجره کې ناست وي

چې په ﻻس کې دې سيتار وي زه منګی شم

زړه مې غواړي چې خبره درته وکړم

مخامخ چې راله راشې نو ګونګی شم

اشنايان مې راته وايي چې لږ خانده

چې تا نه ګورم نو څنګه زه موسکی شم

په ژوندون کې به دې هيڅکله پرېنږدم

په نيولو کې د ستا به بريالی شم

اداګانو خو دې زړه زما نه وړی

خنداګانو ته دې څنګه سپېلنی شم

د وحدت وزير د زړه ته شهزادګۍ يې

ستا به زه جانانه کله شهزادګی شم