ورځم ســــــبا له مـــــا پسې ډېر جــګرخـــون دی  * جانان مې کړی تيليفون دی

راتـــــــه يې ووېل پۀ ژړل کې

داسې پۀ لنډه،لنډه ساه کې

بغـــــــير لۀ تا نه مې په دار باندې ژوندون دی – جانان مې کــــړی تيليفون دی

کله نا کله به غـــــــــوسه شوه

 په تيليفون کې به خفه شوه

کورونه يې وران کړی ورته چا کړی لمسون دی - جانان مې کړی تيليفون دی

راته را ياد شـــــول تېر وختونه

هغه موسکي موسکي يادونه

ما نيازمحمد ځکــــــه سر ايښی پۀ زنګــون دی - جانان مې کړی تيليفون دی

 

فيصل روغتون - کابل