زه درته وژاړم له چا نه سپوږمۍ

له خپل قسمت کۀ لۀ اشنا نه  سپوږمۍ

داسې څوک نشته چې فریاد مې واوري

ځکه خو ډېر يمه پرېشانه سپوږمۍ

ته راته نۀ وايې د يار حالونه

ډېره ګيله مې کيږي تا نه سپوږمۍ

رقيب بې شرمه ، شرم څه پېژني!

زۀ پټه خولۀ یم لۀ حيا نه سپوږمۍ

د دوست  جامه کې دښمن ښۀ پېژنم

دومره خو هم نۀ يم نادانه سپوږمۍ